د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د جګړو پرمهال د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد.
د یاد وزارت څخه د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ټپیان شوي هم دي.
په غز کې له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړې پیل شوي دي چې پرمهال زیات زیان ملکي وګړو لیدلی دی