بهرنیو رسینو خبر ورکړی چې د برازیل پخوانی دفاع وزیر والټر براګانېټو یاد هېواد کې د پوځي کودتا هڅو په تور نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړي برازیلي پولیس په دغه هېواد کې د کودتا په موخه په یوې څېړنه کې د لاسوهنې په تور نیولی دی.
راپورونه زیاتوي چې نوموړي په دې تورن دی چې دغه هیواد کې د کودتا د تنظیم او تمویل هڅه یې کړې.
د مالوماتو له مخې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر تېر کال هم پلان درلود، چې کودتا وکړي او په ترڅ کې یې د برازیل ولسمشر ووژني.
د برازیل پخوانی دفاع وزیر والټر براګانېټو په ۲۰۲۲ کال کې د برازیل د اوسني ولسمشر پروړاندې په ټاکنو کې ماته خوړلې وه او اوس یې هڅه کوله، چې د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېږي.