د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایې، چې د روان ۲۰۲۴زېږدیږ کال په تېرو لسو میاشتو کې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د بریدونو پرمهال ۵۷۳ پوځیان وژل شوي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، په همدې موده کې ۱۵۶۶ بریدونه شوي چې د ۵۷۳ سرتېرو په ګډون پهکې ۹۲۴ کسان وژل شوي او ۲۱۲۱ ټپیان دي.
اعلامیه زیاتوي چې یاد بریدونه تر ډیره په خېبرپښتونخوا او تر ټولو کمې پېښې په پلازمېنې اسلام آباد کې رامنځته شوي.
په اعلامیه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي چې، په یادو بریدونو کې ۳۵۳ سرتېري ټپیان شوي او دغه راز ۳۵۱ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۶۸ بیا ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې پاکستان کې هدفي وژنو، ماین چاودنو او او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي چې، عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
