د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د دوو وېکټو په توپیر سیال پاکستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه پرون (پنجشنبه،١٥د لېندۍ) د زېمبابوې په کوربهتوب په «بولاوایو» کرېکټ لوبغالي کې تر سره شوه.
د لوبې پچه (ټاس) پاکستانۍ لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپوهنه پرېکړه وکړه چې، د سلمان ۳۲، عرفات ۲۲، طیب ۲۰ منډو پر مټ یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډې هدف وټاکه او خپل ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې زېمبابوې لوبډلې ټاکل شوې هدف په ١٩.٥ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره او د پاکستان لوبدلې ته یې ماتې ورکړه.
