Home » دسته‌بندی نشده » جوبایډن د خپل زوی په بښلو سره د ولسمشرۍ د فوق العاده صلاحیتونو څخه د کورنیو اړیکو لپاره د ګټې نه‌اخیستلو ژمنه ماته کړه

جوبایډن د خپل زوی په بښلو سره د ولسمشرۍ د فوق العاده صلاحیتونو څخه د کورنیو اړیکو لپاره د ګټې نه‌اخیستلو ژمنه ماته کړه

رسنیو خبر ورکړی چې جوبایډن (یک شنبې، د لیندۍ ۱۱مه) خپل زوی «هنټر» بښلی او په دې توګه یې هغه ژمنه ماته کړې چې د ولسمشرۍ له فوق‌العاده صلاحیتونو یې د خپلې کورنۍ د غړي په ګټه د کار نه اخیستلو په برخه کې کړې وه.

د جوبایډین زوی د مالیې او د وسلې فدرالي جرمونو له امله د بند له احتمالي سزا سره مخامخ و.

تر دې وړاندې جوبایډن خلکو ته د خپلو څرګندونو پرمهال ویلي وو، چې دی به خپل زوی ونه بښي او نه به یې سزا کمه کړي.

نوموړی د خپل زوی په اړه یاد اقدام داسې مهال کوي چې ټاکل شوې یوازې څو اوونۍ وروسته محکمه د وسلې په قضیه کې د جوبایډن د زوی هنټر بایډن په اړه حکم صادر کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...