Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان له اسراییلو غوښتي چې په ایران برید ونه کړي

سعودي عربستان له اسراییلو غوښتي چې په ایران برید ونه کړي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان (دوشنبې، د لړم ۲۱مه) له اسراییلو وغوښتل چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او په خاوره یې له برید کولو څخه ډډه وکړي.

شهزاده محمد بن سلمان په پایتخت ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان ګډې سرمشریزې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید اسراییل اړ کړي چې “ د ایران د اسلامي جمهوریت ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې سرغړونه ونه کړي.”

سعودي عربستان او ایران د تېر کال د اکتوبر په اوومه په جنوبي اسراییلو باندې د حماس له برید وروسته، په غزه کې د جګړې د مخنیوي لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه په لوړه کچه اړیکې ساتلې دي.

دا اړیکې د دې لامل شوې چې په غزه کې د جګړې له پیل پنځه ورځې وروسته شهزاده محمد بن سلمان او د ایران د هغه وخت ولسمشر ابراهیم رئیسي په لومړي ځل تلیفوني خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په میاشت کې سعودي عربستان اعلان وکړ چې په عمان سمندرګی کې له ایران او څو نوروهېوادونو سره پوځي تمرینونه کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...