Home » سیمه او نړی » روان کال په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۴۶ ته ورسېد

روان کال په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۴۶ ته ورسېد

د پاکستان د بلوچستان ايالت په کلا سيف الله ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه تازه پېښه ثبت شوې ده. د دې پېښې په ګډون په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې د پوليو دا نوې پېښه داسې مهال ثبت شوې چې په دغه هېواد کې د لړم ۷مه د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي اووه ورځني کمپاين پر مهال تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۴۵ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شول.

له دې نوې پېښې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۴۶ ته رسېدلی، چې ۲۳ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، نهه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

د ویلو ده افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه يوازيني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې پولیو شته.
#امریکاغږ

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...