Home » سیمه او نړی » پاکستاني چارواکي:محسن داوړ مو میلمه و
رویداد خبري آژانس

پاکستاني چارواکي:محسن داوړ مو میلمه و

محسن داوړ مو میلمه و نن بېرته رخصت شو په کوټه کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پارلمان غړی محسن داوړ یې اسلام اباد ته لېږدولی دی.

د چارواکو په خبره، نوموړی یې نن تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د کوټې هوایي ډګر ته لېږدولی او له هغه ځایه اسلام اباد ته تللی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې داوړ یې پرون له یو بل ملګري سره یو امن ځای ته بیولی، میلمستیا یې ورکړې او نن یې بېرته رخصت کړی دی.

د یادونې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ پرون ویلي وو چې داوړ پاکستاني پولیسو نیولی دی. د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین خبرداری ورکړی وو چې که نوموړی ژر تر ژره له بنده را خوشې نه شي نو دوی به خپله وروستۍ او سخته پرېکړه اعلان کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...