Home » سیمه او نړی » روسیه کې د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې څلور کسان مړه شوي

روسیه کې د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې څلور کسان مړه شوي

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کیروف سیمه کې د یوې چورلکې د نسکوریدو په پېښه کې څلور کسانو خپل ژوند بایللی دی.

رسنیو (شنبه، د عقرب۵مه) د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت له قوله ویلي چې Mi-2 ډوله هیلیکوپټره د پخواني شوروي اتحاد پر مهال جوړه شوې وه، چې پرون یې د کیروف سیمې اړوند«بیلیینکي» کلي ته څېرمه نسکوره شوې ده.

د معلوماتو پر اساس په دې چورلکه کې د پیلوټ تر څنګ یو ډاکټر او دوه روغتیايي کارکوونکي هم موجود وو.

بلخوا روسیي چارواکو ویلي چې د یادې پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...