د هند لومړي وزیر، نارندرا مودي د مسکو بریکس غونډې په څنګ کې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین وغوښتل، چې په اوکراین کې جګړه پایته ورسوي او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې هند همکارۍ ته چمتو دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش هم روسیې ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د روسیې له ولسمشر سره وګوري.
ګوترش داسې مهال روسیې ته سفر کوي چې په دومداره توګه پر اوکراین د روسیې له لوري په بریدونو نیوکې کوي او له دې هېواد څخه یې غوښتي چې نړیوالو قوانینو او د اوکراین خاورې ته درناوی وکړي.
د ویلو ده چې د بریکس سازمان په رسمي توګه نن( چهارشنبې، د لړم ۲مه) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیلېږي او ټاکل شوې چې څو هېوادونه لکه ترکیه، مغولستان، بلاروس او اذربایجان د دغه سازمان د غړو په توګه ور اضافه شي.