Home » سیمه او نړی » د سوډان دولت له خپلې مخالفې وسله والې ډلې سره سوله وکړه
رویداد خبري آژانس

د سوډان دولت له خپلې مخالفې وسله والې ډلې سره سوله وکړه

په سوډان کې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. ملګرو ملتونو د دغه تړون د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د هوکړې ټولو برخو عملي کیدو لپاره د سوډان له دولت سره همکاري کوي.

د عربي او د افریقایي هیوادونو ټولنو او سعودي عربستان د دې تړون هرکلی کړی او د همکارۍ ژمنې یې کړي دي.

د سوډان دولت او دارفور جنګي ډلې ترمنځ دا هوکړه له ۱۷ کلونو جګړې او لسو میاشتو مذاکراتو وروسته د تیرې دوشنبې په ورځ د سویلي سوډان په منځګړیتوب لاسلیک شوې ده.

دولت او مخالفې ډلې د امنیت، په پوځ کې د جنګیالیو د ادغام، انتقالي عدالت، د زیانونو جبران او تاوان، پراختیا، د شتمنیو ویش، د واک ویش او بې ځایه شوو لپاره ۸ بیل بیل پروتوکلونه لاسلیک کړي دي.

سوډاني چارواکي وایي د سولې بهیر بشپړیدو سره به د انتقالي حکومت واک نوي حکومت ته ور سپاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...