د سعودي پادشاه ملک سلمان د شاهي کورنۍ د دوو غړو په ګډون د دغه هېواد شپږ دولتي چارواکي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړل.
په دې ډله کې په يمن کې د سعودي پوځي ايتلاف مشر فحد بن ترکی او د هغه زوی عبدالعزيز بن فحد چې د خپل پلار مرستيال و، هم شامل دي.
د ملک سلمان په حکم کې د دفاع وزارت څلور نور چارواکي هم شامل دي چې په فساد او شکمنو مالي اړيکو لرلو تورن شوي دي.
له هغه وروسته چې د سعودي اوسنی وليعهد محمد بن سلمان واک ته رسېدلی، ژمنه يې کړې چې له مالي فساد سره به مبارزه کوي.
سعودي تر دې وړاندې هم يو شمېر دولتي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړي او زنداني کړي دي خو څه موده وروسته بېرته خوشي شوي دي.