د امریکا د دفاع وزیر، لویډ اسټن د دغه هېواد د پوځي څارنوالانو او د سپټمبر د یوولسمې د برید د دریو تورنو کسانو تر منځ شوې موافقه لغوه کړې ده.
هغه په یوه یادداشت کې چې پرون جمعه د اسد ۱۲ خپور شوی، د ګوانتانامو د محکمې د څارنې د پوځي کمیسیون مشرې سوزان سکالي ایر ته ویلي چې په دې برخه کې یې د هغې واک لغوه کړی
او دا اختیار به له دوی سره وي.
په دې توګه، قضیه بیا پیل کېږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو راپور ورکړی، چې د ګوانتانامو پوځي کمیسیون د دې قضیې له دریو تورنو کسانو سره هوکړې ته رسېدلي، چې د دوی د اعتراف په بدل کې به د مرګ سزا عمري بند ته راټیټه شي.
د نیویارک ټایمز په راپور کې دغه درې تورن، خالد شېخ محمد چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي طرحه کوونکی و او د هغه دوه ملګري ولید محمد صالح بن عطاش او مصطفی احمد الحساوي پېژندل شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر په خپل یادداشت کې د دغو تورنو کسانو شمېر پنځه یاد کړی او دوه نور یې رمزي بن شیبه او علي عبدالعزیز علي معرفي کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د نيويارک ټايمز د راپور له خپرېدو وروسته د سپټمبر د يوولسمې پېښې د قربانيانو خپلوانو پر دغه تړون سختې نيوکې کړې دي.
بلخوا ډېری امریکایي جمهوري غوښتونکو، د استازو د جرګې رییس مایک جانسون او د مشرانو جرګې د اقلیت مشر میچ مک کانل په ګډون د جو بایډن پر حکومت نیوکې کړې، خو سپینې ماڼۍ ویلي، چې له دې هوکړې خبر نه و.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ په بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول او دا د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» او پر افغانستان او عراق باندې د امریکا د پوځي برید لامل شول.