Home » سیمه او نړی » د‌ پاکستان د «لبیک تحریک حزب» مرستیال د پولیسو له خوا ونیول شو

د‌ پاکستان د «لبیک تحریک حزب» مرستیال د پولیسو له خوا ونیول شو

پولیسو د پاکستان د پنجاب په ولایت کې دوشنبه ( زمري اتمه) د یوې افراطي مذهبي ډلې مشر وروسته تر هغه ونیوه چې د دې هیواد د سترې محکمې قاضي القضات د وژلو امر یې ورکړی و.

د راپورونو له‌مخی، په ظهیر الحسن شاه دا تور دی چې د احمدي فرقې سره د ملاتړ کولو له کبله یې د سترې محکمې د قاضي القضات، فایز عیسی د وژلو امر کړی.

ظهیر الحسن شاه، د تحریک لبیک پاکستان په نامه د افراطي مذهبي ګوند مرستیال دی او د پولیسو په رسمي شکایت پاڼې کې ویل شوي چې دی د پنجاب په ولایت کې د ترهګرۍ قانون له مخې نیول شوی‌دی.

په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، دا مذهبي مشر پکې لیدل کیږي چې د تحریک لبیک پاکستان ګوند پلویانو ته په وینا کې وایي هغه چا ته به له خپل جیب څخه ۱۰ ملیونه پاکستانۍ کلدارې چې ۳۶ زره امریکايي ډالر کیږي ورکړي چې د سترې محکمې د قاضي القضات، قاضي فایز عیسی سر پرې کړي.

هغه دا وینا د پنجاب ولایت په مرکز لاهور کې کړې او په قاضي عیسی یې دا تور لګولی چې د پاکستان قانون ته یې سپکاوی کړی.

د تحریک لبیک پاکستان ګوند غړیو پدې تیرو څو ورځو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې وروسته تر هغه مظاهرې او لاریونونه وکړل چې د سترې محکمې دې قاضي د احمدي فرقې یو غړي ته چې په ټولنیزو شبکو کې د اسلام ضد موادو خپرولو تور پرې و، په ضمانت خوشې کړ.

د پاکستان د دفاع فدرالي وزیر خواجه آصف د تحریک لبیک پاکستان دې مشر تر نیول کیدو یوازې څو ساعته وروسته په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې حکومت به د ټولو هغو کسانو په خلاف له جدیت کار واخلي چې د اسلام په نامه د ملک په قاضي القضات باندې نا سم تورونه لګوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...