د پاکستان حکومت جمعه د چنګاښ په ۲۹مه د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یو ترهګر بللی او د فلسطینیانو پر وړاندې د جنګي جنایتونو په تور یې د هغه د محاکمې غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په سیاسي او عامه چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف سلاکار رانا ثناء الله د «تحریک لبیک» له مشرانو سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: “نتانیاهو یو ترهګر دی او په جنګي جرمونو اخته دی.”
د پاکستان دا څرګندونې له تحریک لبیک پاکستان سره د حکومت د هغې هوکړې یوه برخه ده، چې له څو ورځو راهیسې یې لاریونونه کړي او پر یوه کلیدي سړک یې چې اسلام اباد له راولپنډۍ سره نښلوي، د اعتراض خیمې وهلې دي.
د یادولو ده، چې پاکستان له اسرایيلو سره ډيپلوماټيکې او سوداګريزې اړيکې نه لري او حکومت يې په رسميت نه پېژني. پاکستان تل د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ کړی دی.
د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د نشتوالي سره سره، ډېری پاکستانیان غواړي چې د اسراییلو د ملاتړو په توګه د اسراییلي تولیداتو او لوېدیځ برنډونو بایکاټ وکړي.
حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر پر اوومه د اسراييلو پر جنوبي سيمو بريد وکړ، چې د اسراييلي چارواکو په وينا، د حماس وسله والو لږ تر لږه یو زر ۱۹۵ کسان ووژل او ٢٥١ يې نیولې دي.
د دغه برید په ځواب کې اسراییلو پر غزې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه یې تر ۳۸ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.