ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ټاکنو د نوماندانو د اعلانولو موقع ختمه شوې او د دې هېواد ټاکنې به سبا (د چنګاښ په ۸مه) پیل شي.
د راپورونو له مخې، نن سهار (پنجشنبه د چنګاښ ۷مه) د ایران د ولسمشرۍ د نوماندانو او د هغوی د پلویانو د اعلانونو مهلت پای ته رسېدلی او په حقیقي او مجازي فضا کې پر هر ډول اعلاناتو بندیز لګول شوی دی.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه د غبرګولې په شلمه له هغه وروسته پیل شول چې د نګهبان شورا د کاندیدانو وړتوبونه وڅېړل او د ایران د اجرائیوي مدیریت لخوا یې نومونه اعلان شول.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د قانون له مخې، د ټاکنو له پیل څخه په ۲۴ ساعتونو کې هر ډول اعلانونه منع دي.
د ایران نظامي قوماندان او اجراییوي مشر، احمد وحیدي هم ټینګار کړی چې د چنګاښ په اوومه نېټه په دې هېواد کې په حقیقي او مجازي فضا کې هر ډول تبلیغات منع دي.