د کوېټ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اورلګېدنه د بهرنیو کارګرانو د استوګنې په ځای کې شوې، چې له امله یې ۴۹ کسان مړه او لږ تر لږه ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا اورلګېدنه چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه د کوېټ په جنوب یوه شپږپوړیزه ودانۍ کې شوې ده.
د کوېټ د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې دا ودانۍ د ۱۹۶ بهرنیو کارګرانو د اوسېدو ځای و.
کوېټ د کورنیو چارو وزیر، شېخ فهد ال یوسف، ویلي چې د دې ودانۍ مالک د احتمالي غچ اخیستنې په تړاو نیول شوی دی.
هغه زیاته کړې چې له امنیتي قوانینو سره په ټکر کې ملکیتونه به وتړل شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د کوېټ حکومت د مړو شویو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو د هند لومړي وزیر نرندرا مودي او یو شمېر نورو چارواکو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
کوېټ د اسیا د ډېرو نفتو لرونکی هېواد دی چې هلته ډېر شمېر بهرني کارګر د ودانیزو او خدماتي صنعتونو په برخه کې په کار بوخت دي.