الماني رسنیو خبر ورکړی، چې په فرانکفورت ښار کې یو بل افغان هم پر یوې اوکراینۍ ښځې د چړې د برید په تور نیول شوی دی.
دویچه وله راپور ورکړی چې دغه کس د دوشنبې په ورځ د المان په فرانکفورت ښار کې د مین ساحل په سیند کې پر یوې ښځې د چاقو په وسیله برید وکړ او هغه یې سخته ټپي کړه.
د دې راپور له مخې، د ښځې له چیغې او مرستې سره، شاهدان د هغې مرستې ته راغلل او بریدګر په تېښته بریالی شو. خو پولیس د چورلکې په مرسته د بریدګر پر تعقیب، پیژندلو او په پای کې پر نیولو وتوانېدل.
د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، بريد كوونكی ۱۹ كاله عمر لري او د افغانستان څخه و. د هغه د هویت په اړه نور څه نه دي ویل شوي.
د المان د پولیسو په وینا چې بریدګر له دې ښځې سره هېڅ اشنایي نه درلوده.
په تېرو لسو ورځو کې په المان کې دا د چاقو دویم برید دی چې د یو افغان لخوا ترسره کېږي.
د مې په ۳۱مه د المان په مانهایم ښار کې یو افغان تبعه د اسلامي منتقدینو پر یوه غونډه برید وکړ، چې د یوه پولیس افسر په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړل او هغه افسر د ټپونو له امله ساه ورکړه.
له هغه برید وروسته د المان صدراعظمې اعلان وکړ چې مجرمین به وباسي، حتا که هغوی د افغانستان او سوریې وګړي هم وي.