د مکزیک د ټاکنو کمیسیون د دغه هېواد د ولسمشرې په توګه د «کلوډیا شینباوم» بریا تایید کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بریا د مکزیک په تاریخ کې یو لوی ګام دی، ځکه هغه نه یوازې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مقام ته رسېدلې، بلکې د دغه هېواد په تاریخ کې به لومړۍ ښځینه ولسمشره وي.
کلوډیا شینباوم له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ پورې د مکزیکو ښار د ښاروالې په توګه دنده ترسره کړې. هغې د خپلې بریا په وینا کې وویل: “موږ وښوده چې مکزیک په سوله ییزو ټاکنو سره یو دیموکراټیک هېواد دی. “
کلوډیا شینباوم، چې د اندرس لوپز اوبراډور ځای ناستې کېږي، خپله رسمي دنده به د روان کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه پیل کړي. په مکزیک کې ولسمشر د شپږ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.
کلوډیا شینباوم د اندرس مانویل لوپز اوبراډور له متحدینو او د مکزیک اوسني کیڼ اړخي ولسمشر او د واکمن ګوند “ملي بیارغونې غورځنګ” غړې ده چې د مورینا په نوم پیژندل کېږي.
هغه په ټولپوښتنو کې تل له خپلې نږدې سیالې او د ښي اړخي ګوند د استازې اغلې سوچیل ګالوز څخه مخکې وه.