Home » سیمه او نړی » زرګونه اسراییلیانو د نتانیاهو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

زرګونه اسراییلیانو د نتانیاهو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

اسراییلو کې زرګونه اسراییلیان سړکونو ته راوتلي او د بنیامین نتانیاهو د استعفا او د حماس له زندان څخه یې د اسراییليانو د خوشي کېدو غوښتنې کړې دي.

د یوې اسراییلي رسنۍ د راپورونو له مخې، چې یو شمېر لاریونوال له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې نیول شوي هم دي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر، جو بایډن په غزه کې د درې پړاویز اوربند جزئیات، د بندیانو خوشي کول او د جګړې د پای ته رسولو اعلان کړی دی.

خو د اسراییلو صدراعظم بینامین نتانیاهو، پر غزه د بریدونو په دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده تر څو چې حماس له منځه لاړ نه شي، دایمي اوربند به ونشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پروسږ کال د اکټوبر میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییلو لخوا د برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶زره او ۴۳۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...