Home » سیمه او نړی » بیجینګ کې د چین او عربي هېوادونو د ګډې همکارۍ ناسته وشوه

بیجینګ کې د چین او عربي هېوادونو د ګډې همکارۍ ناسته وشوه

د چین او عربي هېوادونو مشرانو د ګډې همکارۍ فورم ناسته د یاد هېواد په پلازمینه بیجینګ کې کړې چې پکې پر سیاسي پرمختګ او د فلسطین د مسئلې پر اقتصادي اړخونو خبرې شوې دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې په دې غونډه کې د عربي هېوادونو مشرانو، لکه د بحرین پاچا، حمد بن عیسي ال خلیفه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي؛ د تونس ولسمشر، قیس سعید؛ د عربي متحده اماراتو ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان او د عربي ټولنې عمومي منشي، احمد ابوغیط ګډو نکړی و.

د چين ولسمشر «شي جين پينګ» د دې غونډې په پرانيستونکو څرګندونو کې ویلي چې په غزه کې د جګړې د پایته رسولو او د فلسطين د مسئلې په اړه نړيوالې غونډې ته اړتيا ده.

بلخوا د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي په غزه کې د اسراییلو پر برید نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه د غزې د خلکو په وړاندې مسووله ده او باید ژر تر ژره د اسراییلو بریدونه ودروي او د غزې خلک د اسراییلو له محاصرې وژغوري.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې د چین له خوا د پیل شوي یو کمربند او یوې لارې پروژې په اړه د عربي هېوادونو او چین ترمنځ ۲۱ تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...