په داسې حال کې چې کییف د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف کې د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي، امریکا اوکراین ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تازه مرستې نوې بسته اعلان کړې ده.
دا د ۹۵ ملیارد ډالرو د مرستې بستې له تصویب وروسته کییف ته د واشنګټن درېیمه مرسته ده.
تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې د هېواد ختیځې برخې یې له «ستونزمن حالت» سره مخ دي، خو دا یې هم زیاته کړې، “د امریکا د نویو مرستو سره به موږ د هغوی مخه ونیسو.”
په ورته وخت کې په امریکا کې د روسیې سفیر، اناتولي انتونوف اوکراین ته د امریکا د تازه مرستو په غبرګون کې ویلي، له کییف سره د واشنګټن نوې نظامي مرستې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسیې د پوځ د پرمختګونو ځواب دی.