د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي وايي، په غزه کې وضعیت د منلو نه دی او اسراییل باید د ملکي وګړو د ژوند ژغورلو او د بشري مرستو د رسولو لپاره ډېر کار وکړي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند د کب ١٥مه خبريالانو ته ویلي، چې امريکا د سمندر له لارې غزې ته د بشري مرستو پر لېږلو غور کوي. هغه ټینګار کړی: “موږ پوځي او سوداګریز انتخابونه څیړو او لا نورو اقداماتو ته اړتیا ده.”
کربي خبریالانو ته وویل: “د رفح او کرم ابو سالم لارو له لارې د غزې تړانګې ته د مرستو رسول بسنه نه کوي او له همدې امله موږ د هوا له لارې د مرستو لیږل پیل کړل.”
د بایډن د حکومت دغه ویاند د غزې اوسیدونکو ته د خوراکي توکو او درملو کمښت د منلو وړ نه دی بللی او ویلي یې دي چې اوس د دې وخت دی چې اسراییل غزې ته د لا زیاتو مرستو له رسیدو سره موافقه وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي همداراز ویلي: “په غزه کې بشري وضعیت د منلو وړ نه دی او اسراییل باید په دې برخه کې لا زیات اقدامات وکړي.”
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، کربي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا د شپږو اوونیو اوربند او د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول غواړي.