Home » سیمه او نړی » راتلونکې اوونۍ په غزه کې د اوربند د ټینګښت اټکل شوی

راتلونکې اوونۍ په غزه کې د اوربند د ټینګښت اټکل شوی

امریکايي رسنیو د امریکا د ولسمشر له قوله خبر ورکړی چې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې د اسراییل او حماس ترمنځ د نوي اوربند د رامنځ ته کېدو احتمال شته.

اسکای نیوز د سه شنبه د کب ۸مه راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن نیویارک ښار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې هیله ښودلې چې د مارچ په څلورمه به نوی اوربند پیل شي.

له بلې خوا الجزیرې خبر ورکړی، چې اسراییلو په پاریس کې د وروستۍ غونډې پر مهال د اوربند او د بندیانو د تبادلې په تړون موافقه کړې ده.

 اسراییلي چارواکو له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو اترو په ترڅ کې، د نظامي خدمت لپاره د قانوني عمر لرونکي فلسطینیانو په استثنا سره، شمالي غزې ته د فلسطیني کډوالو د تدریجي راستنیدو په شرط  د اوربند نوی تړون لاسلیک کړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې چې اسراییلو د حماس له هغه وړاندیز سره هم موافقه کړې چې د بشري مرستو زیاتول، د بې ځایه شویو د لېږد لپاره د لنډمهاله موټرونو چمتو کول او په غزه کې د یو شمېر تجهیزاتو بیارغول پکې شامل دي.

د دغه راپور له مخې، تل اویو د غزې تړانګې د ۴۰ اسراییلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو وړاندیز هم منلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...