په لویدیځه غاړه کې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطیني ادارې یوې رسمي سرچینې اعلان کړی چې د روانې اوونۍ تر پایه به په رام الله کې نوی فلسطیني حکومت جوړ شي.
د فلسطین د پانګې اچونې د صندوق مشر، محمد مصطفی ښايي د فلسطیني ادارې نوی لومړی وزیر شي.
المیادین خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې اوسنۍ کابینه به د نوې کابینې تر جوړیدو پورې د سرپرست په توګه کار وکړي.
د دغه رپوټ له مخې، محمود عباس د «سیمې د هېوادونو، نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا» تر فشار لاندې کابینه منحل کړه.
په دغه راپور کې همداراز راغلي چې دغه پرېکړه د غزې په تړانګه کې د جګړې د درولو، له غزې څخه د اسراييلي ځواکونو د بشپړ وتلو، پر لوېديځه غاړه د اسراييلو د بريدونو د بندولو او پر فلسطينيانو د لګول شوي مالي محاصرې د لرې کولو په پلمه شوې ده.
او بل ګام د حماس په ګډون د ټولو فلسطیني ډلو په شتون سره د ملي اجماع ترلاسه کول دي.
بلخوا پرون یکشنبه په دوحه کې د مصر، اسراییلو، قطر او امریکا د استازو په حضور کې د غزې په تړانګه کې د ښارګوټو د جوړولو په اړه سلا مشورې هم شوې دي.
ویل کیږي چې دواړه لوري د احتمالي اوربند، د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطینیانو د تبادلې او همداراز د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د محاصره شویو سیمو لپاره د نقشې په اړه خبرې کوي.