د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې به نن دوشنبه د سلواغې ۳۰مه د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سریلانکا په رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۴ منډو په توپیر لوبه بایللې وه.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ستوري، راشد خان او مجیب الرحمن د روغتیایي ستونزو له امله په دغو سیالیو کې ګډون نه کوي.