د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن د ده د خوښې وړ انتخاب دی.
د روسيې ولسمشر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه د سلواغې ٢٦مه) په مسکو کې د ‘راتلونکې تکنالوژۍ ټولنې’ د غونډې په څنډه کې له خبريالانو سره د مرکې پر مهال وکړې.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته کوم نوماند به د روسیې لپاره ښه وي، ښاغلي پوتین وویل: “بایډن د روسیې لپاره د امریکا د ولسمشرۍ لپاره غوره نوماند دی.”
د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې بایډن ډیر تجربه لرونکی او د وړاندوینې وړ سړی دی، هغه یو پخوانی سیاستوال دی، خو دوی به له هر هغه ولسمشر سره کار وکړي چې د امریکا د خلکو باور ترلاسه کړي.
د روسیې مشر د جو بایډن د ذهني کمزورتیا په اړه دا هم ویلي: “کله چې ما درې کاله مخکې په سویس کې له هغه سره ولیدل، ما په هغه کې د دې نښې نښانې ونه لیدلې.”
پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په بې ساري ډول خړې پړې شوې دي.