د امریکا ولسمشر، جو بایډن د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو په غزه کې د اوربند د ټینګښت پر وړاندې لوی خنډ ګڼي.
اېن بي سي نیوز د خپلو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې بایډن په دې وروستیو کې په غزه کې د اسراییلو د پوځي چلند د بدلون په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې او نتانیاهو یې د دې ستونزې اصلي لامل ګڼلی دی.
دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بایډن هڅه کوي چې اسراییل په غزه کې اوربند ته قانع کړي، خو بایډن له نتیانیاهو سره په دې اړه هوکړې ته نه دی رسېدلی.
د دغو سرچینو په وینا، چې بایډن په وروستیو ملاقاتونو کې نتیانیاهو ته نامناسب الفاظ هم کارولي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې بایډن په خپلو ځینو بیانونو کې ویلي چې دی باور لري چې نتانیاهو په قصدي توګه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د غزې جګړه اوږدوي.