Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې د دوو چاودنو له امله ۲۵ کسان ووژل شول

بلوچستان کې د دوو چاودنو له امله ۲۵ کسان ووژل شول

پاکستاني رسنیو نن چهارشنې د سلواغې ۱۸مه راپور ورکړی چې د یاد هېواد په بلوچستان ایالت کې د دوو جلا چادونو په پایله کې لږ تر لږ ۲۵کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د پاکستانۍ خبري شبکې «جیو نیوز»  د راپور له مخې چې دا چاودنې د ټاکنو د نوماندانو دفترونو ته نږدې شوې دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د دغو چاودنو له امله ۲۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږ ۴۰ نور ټپیان دي.

تر دې مهال هېڅ ډلې د دغو چادونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په بلوچستان کې دا چاودنې داسې مهال کې کېږي چې هلته ټاکنو ته یوه ورځ پاتې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...