د خيبر پښتونخوا د بنو په جاني خېل سيمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د موټر پر کاروان بريد شوی چې په ترڅ کې یې نهه پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانمرګی بريدګر پر موټرسايکل سپور و چې د پوځ کاروان سره نژدې یې چاودنه کړې ده.
ويل کېږي په دې بريد کې پنځه تنه پوځيان ټپیان شوي هم دي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارلحق کاکړ دغه پېښه غندلې او وايي، “په بريد کې ګڼ شمېر ساتونکي ټپيان شوي دي.”
د ځايي پوليسو په وينا، پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي د جاني خېلو په سيمه کې د مالي خېلو پوستې ته نژدې هغه مهال چاودنه کړې چې د امنيتي ځواکونو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.