Home » اقتصادی » د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلامیږي

د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلامیږي

د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

د باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي.

تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.

په داسې حال کې، چې د پاکستان په ګډون د افغانستان د یو شمېرګاونډیانو د ملي پیسو یا کرنسۍ ارزښت په تېره د ډالر پر وړاندې په دې وروستیو کې ډیررا لویدلی، افغانۍ لا پیاوړې شوې او پرون د کابل په شهزاده سراۍ کې ۸۲ افغانۍ د یوه ډالر پر وړاندې تبادله کیدې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...