Home » اقتصادی » چین په افغانستان کې د موټرو د بطریو تولید برخه کې پانګونه کوي

چین په افغانستان کې د موټرو د بطریو تولید برخه کې پانګونه کوي

د صنعت کارانو ټولنې مسوولین وايي، چې چین په افغانستان کې د برېښنايي موټرو د بطریو د تولید فابریکې له جوړولو سره لېوالتیا لري.

د صنعت کارانو ټولنې د غړو په وینا، چیني پانګوال وايي، که د افغانستان او چین تر منځ د بانکي ستونزو د حل لازم اقدامات وشي، دوی حاضر دي چې په افغانستان کې په لویه کچه پانګونه وکړي.

د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافی وايي، چینې پانګوالو په ټوله کې په افغانستان کې د نورې پانګونې لپاره هم لېوالتیا ښودلې.

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، په هېواد کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې زمینه برابره ده او زیاتوي چې، د چین په شمول د نړۍ د هرې برخې پانګوال کولی شي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...