د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې ۷۸۱ کلیو متره سړک تر کار لاندې دی.
نوموړي همداراز وویل، د سړکونو د ساتنې او د وزن د کنټرول په موخه په ۲۱ ولایتونو کې ۴۱ تلې فعالې دي او دغه وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې په ۳۱ ولایتونو کې ۷۲ تلې فعالې کړي، څو د ډېر وزن د وړلو مخیوی وشي.
نوموړي وويل چې دغه وزارت په پلان کې لري د روان کال په بهير کې، په بېلابېلو برخو کې څه دپاسه ۱۰۰ پروژې بشپړې او پلي کړي.