Home » سیمه او نړی » سوډان کې لنډمهاله اوربند؛ د خال خال جګړې راپورونه هم ورکول شوي

سوډان کې لنډمهاله اوربند؛ د خال خال جګړې راپورونه هم ورکول شوي

راپورونه ورکړل شول، چې په سوډان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ چې مشري یې دوه رقیب جنرالان کوي پرون سه‌شنبه د ۲۴ ساعتونو لپاره پر لنډمهاله اوربند سلا وشوه.

ویل شوي، تر څلور ورځنۍ سختې جګړې وروسته دغه اوربند پر ځايي وخت د تېر مازیګر له شپږو بجو ټینګ شو.

خو بیا هم په پلازمېنه خرطوم او نورو ساحو کې د جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي. ښکېل لوري له اوربند د سرغړونې ملامتي پر یوه او بل اچوي. روانې شخړې د بشري چارو د ګډوډۍ سبب شوي دي.

په سوډان کې دغه تاوتریخوالی له شنبې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه‌و قوماندان دی، پيل شو.

لانجه پر دې راولاړه شوه چې هڅه وشوه، ملېشه ځواکونه چې د چټک ملاتړ په ځواکونو مشهور دي، د منظم پوځ په تشکیلاتو کې مدغم شي، خو دقلو یې مخالفت وکړ.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...