د ایران د حکومت یو عمده مخالف او د دغه هېواد د پخواني پاچا رضا شاه زوی شهزاده رضا پهلوي پرون اسراییلو ته ولاړ.
اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې دا اسراییلو ته د رضا پهلوي لومړنی سفر دی.
هغه د هولوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د یادښت په مراسمو کې ګډون کوي او هم به د بهایانو له مذهبي لږکیو سره چې له ایرانه تښتېدلي د لیدنې تر څنګ له اسراییلي سیاستوالو سره هم وګوري.
شهزاده رضا پهلوي په ایران کې د مظاهره چیانو کلک ملاتړ کړی او په دې وروستیو کې یې په ګڼو نړیوالو غونډو کې ګډون او ویناوې کړي.
دی او ملګري یې د ایران د رژیم د ړنګېدو غوښتونکي دي او وايي چې خلکو ته د انصاف په لټه پاڅېدلي.
د ایران رژیم له تېر سپټمبر راهیسې د څه باندې پنځه سوه هغه کسانو په وژنې تورن دی چې مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته لاریونونو ته ووتل.