Home » سیمه او نړی » هند کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي

هند کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي

په هند کې پولیس وایي یو مسافر وړونکی بس چې د موسیقۍ یوې ډلې غړي پکې سپاره و، د دې هیواد په لویدیځ کې د لویې لارې څخه اوښتی او لاندې یوې کندې ته لویدلی دی.

د دې هېواد امنیتي چارواکو ویلي چې په پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

پولیسو ویلي په بس کې ډیری سپاره کسان د یوې موسیقۍ د ډلې غړي و چې د پوني ښار څخه مومبۍ ته په یو نندارتون کې د ګډون لپاره روان و.

تر اوسه د بس د چپه کېدو علت معلوم نه دی خو پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په پېښه خفګان ښودلی او په پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړو سره یې د نغدو پیسو مرستو ژمنه کړې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...