Home » سیمه او نړی » سودان کې د واک پر سر جګړه؛ ۵۶ ملکیان وژل شوي
Smoke rises in Omdurman, near Halfaya Bridge, during clashes between the Paramilitary Rapid Support Forces and the army as seen from Khartoum North, Sudan April 15, 2023. REUTERS/Mohamed Nureldin Abdallah

سودان کې د واک پر سر جګړه؛ ۵۶ ملکیان وژل شوي

د سودان پلازمېنه خرطوم کې د سوداني پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملګرو ملتونو د کارمانانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ ډ‌ېر نور ټپیان شوي دي.

دا جګړه او نښته د دارفور کړکېچنې سیمې په شمول د هېواد نورو برخو ته هم غځېدلې ده.

په سودان کې د ملکي حکومت جوړېدو کې له پاتې راتلو وروسته له څو اونیو راهیسې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا روانه وه.‌

د شنبې په ورځ وضعیت لا ډېر ترینګلی شو او د خلکو وېره لا پسې ډېره شوه.

هر لوری ادعا کوي چې د اصلي هوايي ډګر، ولسمشرۍ ماڼۍ او د پوځ د مشر د دفتر په ګډون یې مهم ځایونه او بنسټونه نیولي دي.

نړیوالو مشرانو دا نښتې غندلې او د ارامۍ او خبرو له لارې د ستونزو د حلولو غږ یې کړی دی.‌

د سودان اوسني مشر عبدالفتاح البرهان ژمنه کړې چې د چټک ملاتړ ځواکونه به منحل کړي، خو د هغه سیال او د دغو ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو ولسمشر مجرم ګڼلی دی.

سودان د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې کله چې د پوځ مشر البرهان ملکي حکومت ړنګ کړ، سیاسي ترینګلتیا او نارامۍ روانې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...