پاکستان تحریک انصاف په ملي اسمبلۍ کې د خپلو ۴۴ غړو استعفاګانو د بېرته اخيستلو پرېکړه کړې ده.
د ګوند يو مخکښ اسد عمر د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په حکم د ۴۴ غړيو استعفاوې ځکه بېرته اخلي چې د ده په وينا، د ملي اسمبلۍ رئیس د دوی استعفاګانې نه منظوروي.
هغه زیاته کړې چې په دې اړه يې د ملي اسمبلۍ (پارلمان) رئیس ته ايمېل لېږلی دی او بل قدم به يې د اپوزيشن د مشر د ټاکلو وي.
البته د دې ګوند بل مخکښ فواد چودري بیا د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه پر ټويټر پاڼه د استعفاګانو د بېرته اخيستونکو غړيو شمېر ۴۵ یاد کړی دی. هغه ويلي چې استعفاګانې ځکه بیرته اخليچې غواړي په اسمبلۍ کې اپوزیشن چوکۍ له دوی سره پاتې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس