د فوټبال نړيوال جام سيالۍ بېګا يکشنبه د شپې د (لړم په ۲۹مه) په قطر کې د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.
د قطر امير محمد بن حمد ال ثاني په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له پرله پسې ۱۲ کلنو هڅو او زحمتونو وروسته په خورا ویاړ سره په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فېفا نړیوال جام د پیلیدو شاهد دی.
نوموړي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورغلو میلمنو ته ښه راغلاست ويلی او د فېفا نړيوال جام ټولو ګډون کوونکو لوبډلو ته يې د بریاوو هیله کړې ده.
د دغه جام لوبې د کوربه هېواد قطر او اکواډور لوبډلو ترمنځ په لومړنۍ سيالۍ سره پیل شوې. په دې لوبه کې د اکواډور لوبډلې د قطر لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو سره ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې نن دوشنبه په يوه وار درې لوبې ترسره شي.
دا لومړی ځل دی چې د فوټبال نړيوال جام په يوه عربي هېواد کې ترسره کېږي. قطر د دې جام لپاره پر چمتووالي شاوخوا ۳۰۰ مېليارد ډالر لګولي دي. له دې وړاندې روسيې دې جام ته د چمتووالي لپاره څه باندې ۱۴ مېليارد ډالر مصرف کړي وو.