Home » سیمه او نړی » پولنډ؛ د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان له غونډې د روسيې د ايستلو کوشش کوي

پولنډ؛ د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان له غونډې د روسيې د ايستلو کوشش کوي

ټاکل شوې چې د راتلونکې ډيسمبر په لومړۍ او دويمه نېټه د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه ترسره شي؛ خو پولنډ چې د دې سازمان مشري په غاړه لري داسې هڅې پيل کړي، چې په ياده غونډه کې د روسيې د ګډون مخه ونيسي.

فرانس پرېس خبري اژانس په دې اړه د پولنډ بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله ويلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ته به د دې اجازه ور نه کړي، چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

روسيه د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان غړی هېواد دی؛ خو پولنډي چارواکو ويلي، چې دا کار د روسيې له ادرسه د احتمالي تهديدونو په اعتراض کې کوي.

تېره اوونۍ دوه توغندي د پولنډ په خاوره کې ولګېدل او لومړي راپورونه داسې وو، چې ګواکې ياد توغندي د روسي ځواکونو له لوري توغول شوي دي.

خو روسيې بيا د پولنډ پر دې تازه پرېکړه غبرګون ښودلی او دا يې د اورپا د امنيت او همکاريو سازمان د اساساتو نقض بللی دی. د روسيې بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د لاوروف د ګډون مخنيوی يو تحريک کوونکی عمل دی.

روسيې ټينګار کړی چې ورته پرېکړې د ستونزو د حل پر ځای موجوده ستونزې نور هم زياتوي او له همدې کبله دې پرې له سره غور وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...