د امريکا ولسمشر جوبايډن او د چين ولسمشر شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره په خپلو کې نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) په اندونيزيا کې سره وليدل.
د دواړو مشرانو دا ليدنه د جي۲۰ هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې شوې ده. سپينې ماڼۍ په دې اړه ويلي، چې ولسمشر بايډن هڅه کوي څو د بېجينګ او واشنګټن ترمنځ د همکاريو په احتمالي ساحو کې د بې باورۍ مخنيوی وکړي او په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړی باب پرانيزي.
له دې يوه ورځ وړاندې جوبايډن په کمبوديا کې خبريالانو ته ويلي، چې ولسمشر شي سره يې د ناسم پوهاوي کچه ډېره لږه د؛ خو په خبره يې اوس دا واضيح کول غواړي، چې دواړو لورو ته په راتلونکي کې څه شی ډېر مهم او اړين دي؟
نن دوشنبه د نړۍ اقتصادي قدرتونو يا جي۲۰ هېوادونو د سرمشريزې له پيل وړاندې ولسمشر بايډن او ولسمشر شي د اندونيزيا له ولسمشر جوکو وېدودو سره ليدلي او د اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د راپورو له مخې، په ياده ليدنه کې ولسمشر بايډن؛ ولسمشر شي ته داسې پيغام ورکړی، چې ګواکې امريکا به په هغه سيمو کې خپل رقابت ته دوام ورکړي، چرته چې چين په کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې دی.
تايوان ته د امريکا د مشرانو جرګې د مشرې نانسې پلوسې له سفر وروسته، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلي حالت ته ورسېدې. هغه مهال بېجينګ خبردادری ورکړی و، چې د دې سفر له امله واشنګټن ښايي لوړه بيه پرې کړي.
په اړيکو کې له دې ترېنګلتيا وروسته د دواړو ولسمشرانو ګډې ليدنې دا هيلې زياته کړې، چې ښايي د بېجينګ او واشنګټن ترمنځ مناسبات به بېرته عادي حالت اختيار کړي.