Home » سیمه او نړی » ارمينيا: په ناګورنو قره‌باخ سيمه کې پر خلکو د اذري ځواکونو بريدونه دوام لري

ارمينيا: په ناګورنو قره‌باخ سيمه کې پر خلکو د اذري ځواکونو بريدونه دوام لري

د ارمينيا او اذربايجان ترمنځ د پولې پر سر د لانجې په دوام کې تازه ارمينيا ادعا کړې، چې اذربايجاني ځواکونو په لانجمنه ناګورنو قره‌باخ سيمه کې پر ملکي وګړو بريدونه جاري ساتلي دي.

د ارمينيا لومړي وزير نېکول پاشينيان نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د اذربايجان ځواکونو د ارمينيا په حدودو کې پر هغو خلکو ډزې کړي چې په کرکيله بوخت وو.

نوموړي د نيوکې په توګه زياته کړې، چې اذربايجان په ياده سيمه کې مېشت خلک خپل وګړي بولي؛ خو په خبره يې پر دې سربېره هم پرې بريدونه کوي. پاشينيان وايي، د اذربايجان د ادعا پر بنسټ ايا دغه کار دا ثابتوي چې د ناګونو قره‌باغ ستونزه حل شوې؟

پاشينيان په دې اړه خپل يوه ټوېټ کې اشاره کړې، چې د ۲۰۲۰ زېږديز کال له سپټمبر څخه تر دې مهاله په ۵۴ مواردو کې ۳تنه د اذربايجاني سرتېرو له لوري وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د اذربايجان حکومت د نوموړي دې ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو له وړاندې يې ارمينيايي سرتېر هم په ګډه پوله کې پر ورته تخطيو تورن کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...