Home » سیمه او نړی » سعودي تائيد کړه چې له امريکا سره يې په مناسباتو کې ستونزې شته

سعودي تائيد کړه چې له امريکا سره يې په مناسباتو کې ستونزې شته

په داسې حال کې چې د نفتو د توليد پر اندازې د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو سړېدو راپورونه ورکړل شوي؛ خو تازه د سعودي عربستان چارواکو تائيد کړې چې له امريکا سره په اړيکو کې يې ستونزې رامنځته شوي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبېر پرون شنبه ناوخته د (لړم په ۲۱مه) خبريالانو ته ويلي، چې له امريکا سره د نفتو د بازار په اړه په ليد لوري کې د نظر اختلاف لري او زياتوي، چې په امريکا کې هم يو ډله کسان د سعودي د ليد لوري خلاف متفاوته عقيده لري.

نوموړي زياته کړې، چې په اړيکو کې لاندی او باندی د سياسي اصل په توګه مطرح دی او په خبره يې سعودي د خپلو ګټو په چوکاټ کې له امريکا سره د اړيکو د ښه‌والي هڅه کوي.

عادل الجبېر ډاډ څرګند کړی، چې د سعودي عربستان او امريکا ترمنځ تړاو پوخ دی او باوري دی، چې د نظر اوسنی سياسي اختلاف به هم حل شي.

د امريکا او سعودي عربستان اړيکي وروسته له هغې سړې شوې، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن سعودي عربستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال وړانديز وکړ، چې په نړيوال بازار کې د نفتو اندازې ته په پام سره دې سعودي د يادو توکو د توليد کچه لوړه کړي؛ خو دا وړاندي د سعودي عربستان له لوري نه دی منل شوی.

له دې وړاندې سپينې ماڼۍ ويلي و، ولسمشر بايډن سعودي ته د سفر پرمهال د نوموړي هېواد چارواکو ته په ډاګه کړې وه، چې د نفتو په توليد کې په ورځنۍ توګه د ۲ ميليون بېرل په اندازه کموالی په بازار کې هېڅ د توجهې وړ نه دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...