د پاکستان پوځ ويلي، چې پرون دوشنبه د (لږم په ۹مه) يې دوه پوځيان په بلوچستان کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال په وسلهواله نښته کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د مالوماتو له مخې، ياد عمليات د بلوچستان په هرنايي شاهرګۍ سيمه کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر وړاندې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ په لار اچول شوي وو. خو د عملياتو پرمهال له بېلتون غوښتونکو سره نښته شوې او ۲ پوځيان په کې وژل شوي دي.
پوځ دا نه دي ويلي چې په ياده نښته کې څو تنه پوځيان ټپيان شوي؛ خو ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې شاوخوا ۷ تنه پاکستاني پوځيان په دې نښته کې ټپيان شوي هم دي.
د پاکستان پوځ داسې مهال په بلوچستان کې د عملياتو پرمهال د خپلو دوو پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې بېلتون غوښتونکو د دوو نيول شوو پاکستاني پوځيانو وېډيو خپره کړه.
په دې وېډيو کې بېلتون غوښتونکو د پاکستان پوځ ته يوه اوونۍ وخت ورکړی، چې د يادو پوځيانو د خلاصون په بدل کې نيول شوي بلوڅ فعالان خوش کړي.
خو د پاکستان پوځ بيا د بلوڅ بېلتونپالو دې وړانديز په اړه څه نه دي ويلي.