Home » سیمه او نړی » بوريس جانسن بيا د برېتانيا لومړي وزير څوکۍ ته د نوماندۍ هڅې پيل کړي

بوريس جانسن بيا د برېتانيا لومړي وزير څوکۍ ته د نوماندۍ هڅې پيل کړي

برېتانوي رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد مخکيني لومړي وزير بوريس جانسن يو وار بيا هڅې پيل کړي، څو بيا د محافظه‌کار ګوند مشري او د برېتانيې د لومړي وزير مسووليتونه په غاړه واخلي.

د راپورونو له مخې، په همدې موخه جانس د کارابين له رخصتيو بېرته لندن ته ستون شوی او پرون ناوخته يې په محافظه‌کار ګوند کې له خپل مخکښ سيال ريشي سنک سره هم ليدلي دي.

د رسنيو په راپورو کې ويل شوي، چې ياد لوري به په خپلو کې مذاکراتو ته دوام ورکړي او په پايله کې به يې يو تن د محافظه‌کار ګوند مشري او د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند شي.

لندن ته د بوريس جانس له ستنېدو سره سم، د نوموړي پلويانو هم د هغه په پلوۍ لاريون وکړ او د محافظه‌کار ګوند مشرۍ او د لومړي وزير څوکۍ ته يې د بوريس جانس د بېرته ستنېدو غوښتنه کوله.

نوموړی څه باندې يوه نيمه مياشت وړاندې اړ کړای شو، چې د ګوند له مشرۍ او د لومړي وزير له څوکۍ استعفا ورکړي. له جانسن وروسته دغه مسووليت لېز ټرس ته وسپارل شو؛ خو نوموړې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ خلکو ته په کړو ژمنو کې د پاتې راتلو له امله بېرته استعفا ورکړه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...