Home » سیمه او نړی » ارمينيا د اذربايجان پر وړاندې جګړه کې له روسيې پوځي مرسته وغوښته

ارمينيا د اذربايجان پر وړاندې جګړه کې له روسيې پوځي مرسته وغوښته

له تېرې دوشنبې ورځي راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ په ناګورنو کاراباخ سيمه کې بيا جګړه پيل شوې او تر دې دمه په کې د دواړو هېودونو لسګونه سرتېري وژل شوي دي.

د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې د اوسنۍ جګړې له پيل تر دې مهال ۱۰۵ ارمينيايي سرتېري وژل شوي دي. نوموړي خپل پارلمان ته په دې اړه د مالوماتو ورکولو پرمهال ويلي، چې اذري سرتېري د يادې جګړې په ترڅ کې لس کيلومټر دننه د ارمينيا په خاوره کې مخته ورغلي او لاندې کړې يې ده.

پاشنيان له اذربايجان سره د جګړې اوسني وضعيت ته په پام سره، له خپل متحد او ملاتړې روسيې د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

بل لور ته اذربايجان ويلي، چې له ارمينيا سره د جګړې په ترڅ کې اذري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دې هېواد په ياد جکړه کې د خپلو وژل شوو سرتېرو شمېر ۵۰ تنه ياد کړی دی.

د دې جګړې له پيل راهيسې اذربايجان او ارمينيا پر يو او بل د تخطيو تورنه پورې کوي. له دې سره امريکا او روسيې پر دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له زغم کار واخلي او د جګړې په درولو سره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...