د بريتانيا نوي پاچاه چارلس درېيم چې د خپلې مور ملکې الېزابت له مړينې وروسته پاچاه ټاکل شوی، پرون له بکېنګهم ماڼۍ څخه خپل ملت ته لومړنۍ وينا وکړه.
نوموړي د خپلې وينا په پيل کې ملکې الېزات ته د درناوي مراتب وړاندې کړل او له هغې وروسته يې وويل، چې ملکه الېزابت هغه او د برېتانيې ملت ته الهام بښونکې وه.
پاچاه چارلس د خپل لوري د برېتانيې ملت د خدمت ژمنه وکړه او دغه راز يې ټينګار وکړ، چې د خدمت په موخه به د ملکې الېزابت لار دوام ولري.
هغه خپل زوی وېلم د وېلز شهزاده او اينګور يې کترېن د وېلز شهزادګۍ اعلان کړل او د دې ترڅنګ يې شهزاده وېلم خپل وليعهد هم اعلان کړ.
ملکه الېزابت د چهارشنبې په ورځ ناوخته د سکاټلنډ په بالمور کې مړه شوه او د نوموړې له مړينې راهيسې د نړۍ ډېرو هېوادونو مشرانو ويلي، چې د ملکې د جنازې په مراسمو کې به ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د ملکې د جنازې مراسم په د انګليستان په ويسټ مېنسټر ابې کې ترسره شي، خو تر اوسه يې کره نېټه نه ده اعلان شوې.
د نوموړې د جنازې کره نېټه به د بکېنګهم ماڼۍ له لوي اعلان شي.