Home » سیمه او نړی » اوکراين د خپلواکۍ له ورځې سره پر دې هېواد د روسيې د بريد ۶ مياشتې پوره شوې

اوکراين د خپلواکۍ له ورځې سره پر دې هېواد د روسيې د بريد ۶ مياشتې پوره شوې

د اوکراين خلکو نن چهارشنبه چې د اګسټ له ۲۴مې سره برابره ده، د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځله چې پرې د روسيې بريد دوام لري.

ټيک په همدې ورځ روسيې پر اوکراين بريد وکړ، هغه چې روسيه يې ځانګړي عمليات بولي او له دې سره پر اوکراين د روسيې د بريد هم ۶ مياشتې پوره شوې.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د خپلواکۍ په مناسبت خپله وينا کې ويلي، اوکراينيان داسې مهال د خپلواکۍ ورځ نمانځي، چې خپلواکۍ ته يې د پېښ تر ټولو ستر ګواښ پر وړاندې پر جګړه بوخت دي.

نوموړي ويلي، چې ښايي د همدې ورځې په مناسبت روسي ځواکونو د اوکراين پر نورو ښارونو هم بريدونه وکړي او له همدې کبله يې له خلکو غوښتي، چې په پلازمېنه کېف او خارکېف په شمول په سترو ښارونو کې خورا احتياط وکړي.

زلينسکي زياته کړې، چې امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه يې د خلکو د ساتنې او خونديتوب په موخه زياتې هڅې کوي او په خبره يې د روسيې هر ډول بريد ته به ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کړې ده چې پرون د روسيې دفاع وزير سرګي شويګي ويلي، په اوکراين کې يې ځانګړي عمليات له پلان سره سم پر مخ ځي.

نوموړي زياته کړې چې د يادو عملياتو پرمهال د روسي ځواکونو له لوري بشري حقونه مراغتېږي او تل يې د ملکي وګړو د خونديتوب هڅې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...