Home » سیمه او نړی » د خيبر پښتونخوا په پاس دير کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

د خيبر پښتونخوا په پاس دير کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

د خيبر پښتونخوا په پاس يا بره دير کې پر پاکستاني پوځيانو خونړۍ چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکو ويلي دا چاودنه داسې مهال شوې، چې يوه ډله پوځيان د پاس دير په نصرت دره کې يوې چينې ته د اوبو وړلو په موخه پر لار وو، چې چاونه پرې وشوه.

د دوی په خبره په دې چاودنه کې ۳ پوځيان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی؛ خو ځايي سرچينو له رسنيو سره په خبرو کې د يادې پېښې د مرګ ژوبلې شمېرې له دې لوړې ښودلي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان امنيتي مسوولانو ويلي، چې د پاس دير نصرت دره د ډيورنډ پر کرښه د افغانستان کونړ ولايت ته څېرمه پرته ده.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستی دی.

په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ زياتېدو راپورونه ورکړل شوي او په دې ترڅ کې داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې تحريک طالبان پاکستان وسله‌وال يو وار بيا د سوات غرونو کې ګڼ شوي دي.

ځايي امنيتي مسوولانو هم تائيد کړې چې په سوات کې د تحريک طالبان پاکستان ډېری وسله‌وال ددې سيمې غرونو ته ورغلي او تحرکات يې پيل کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...