د فوټبال ښځينهوو اروپايي جام د سياليو په لړ کې پرون يکشنبه ناوخته د (زمري په ۹مه) د انګليستان او جرمني د ښځينهوو فوټبال لوبډلې په پايلوبه کې سره مخ شوې.
دغه لوبه چې د انګليستان په ويمبلي لوبغالي کې ترسره شوه، جرمنۍ لوبډلې پر اضافي وخت سربېره هم د انګليستان لوبډلې له لوري د يو پر دوو ګلونو په مقابل کې ماتې وخوړه.
د يادې پایلوبې د ترسره کېدو پرمهال نوموړي لوبغالي ته له ۷۸ زرو ډېر کسان ورغلي وو او د نندارهچيانو دا شمېر خورا بېسارې و.
انګليستان لوبډلې په خپله پرونۍ لوبه کې د جرمني لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره، د فوټبال د ښځينهوو اروپايي جام اتلولي خپله کړه او په دې توګه يې د ايروجام د اتلولۍ ګټلو د ۵۶ کلونو انتظار ختم کړ.